د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې اعتراضونه وشول

د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې اعتراضونه

د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې د اعتراضونو له شدت سره سم په زرګونه کسان بيا په لارو او کوڅو کې اعتراضونه وکړل.

اعتراض کوونکو د عدليې د نوې ټاکل شوې وزيرې په اړه اندېښنه ښوولې چې ښايي صدراعظم اندري بابيش د اداري فساد له ادعاوو سپين اعلان کړي.

پر عدليې وزيرې ماري بينيشووا د فشار راوستلو لپاره پرونى اعتراض تر ټولو پراخ ګڼل شوى دى.

"د ډموکراسۍ لپاره د میليوني شېبو" په نوم د ډلې د اعتراضونو تنظيموونکي وايي، په دغو اعتراضونو کې په لسګونه زره کسانو برخه اخيستې وه.

اعتراض کوونکو اندېښنه ښوولې چې بينيشووا ښايي میلياردر بابيش له تورونو سپين اعلان کړي چې تېر کال د اروپايي ټولنې د ٢ میليونه او ٢٤ لکه امريکايي ډالرو په ارزښت په سبسايډۍ کې د درغلۍ تور ورباندې لګول شوى و.

پوليسو تېره مياشت له څارنوالانو غوښتنه وکړه چې د صدراعظم اندري بابيش قضيه وڅېړي.