سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمنيې ملانيا ټرمپ بريتانيا او فرانسې ته د سفر پر مهال ايرلنډ ته هم ځي.
د سپينې ماڼۍ په پرونۍ اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر ټرمپ د ايرلنډ د صدراعظم ليو وارادکار «Leo Varadkar» بلنه منلې ده.
ولسمشر ټرمپ په ايرلنډ کې د ګلف لوبې يو ميدان لري.
ټرمپ او مېرمنيې د جون مياشتې پر درېيمه او پنځمه د بريتانيا د رسمي سفر پر مهال د ملکې اليزابت په مېلمستيا کې هم برخه اخلي.
هغه به د بريتانيا له صدراعظمې ترزا مې سره هم وګوري.
ولسمشر ټرمپ به د نُرماندي «Normandy» شخړې په ۷۵مه کليزه کې هم برخه واخلي.
دغه شخړه د دوهمې نړيوالې جګړې د ١٩٤٤ میلادي کال د جون مياشتې پر شپږمه شوې وه چې د متحدانو ځواکونه، د جرمني له نازي ځواکونو د فرانسې د ازادولو لپاره د نُرماندي په سواحلو کې پياده شول.
تر دغو مراسمو وروسته ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم سره ګوري.