لومړنۍ نظرپوښتنې ښيي چې د هندوستان په عمومي انتخاباتو کې د نرېندرا مودي واکمن ګوند له نورو ګوندونو مخکې دی.
د دې نظرپوښتنو له مخې د بهارتیا جناتا ګوند بریالیتوب د هند په اووه پړاویزو انتخاباتو کې روښانه څرګندېږي.
د کانګرس د ګوند په شمول د نرېندرا مودي سیاسي مخالفانو دا نظرپوښتنې رد کړې او وايي، نرېندرا مودي به د خپل ګوند سره یوځای ماتې وخوري.
د هند عمومي انتخابات د اپرېل له ۱۱مې نېټې پیل شوي وو او تر تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدل.
د هندوستان تر ۹۰۰ میلیونه زیاتو وګړو د اوو پړاوونو پهدې انتخاباتو کې ګډون کړی وو.
تمه کېږي چې د دې انتخاباتو رسمي نتایج به د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.