د اوکراین پارلمان نن په یوې فوقالعاده غونډه کې د دې هېواد پر انتخاباتو بحث کوي.
دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې د اوکراین نوي ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د یو حکم په صادرولو د دې هېواد د پارلمان د ړنګېدو او د جولای په ۲۱مه نېټه د نویو انتخاباتو اعلان وکړ.
زلنسکي د اوکراین د پارلمان له رئیس اندرای پاروبي وغوښتل، څو د پارلمان د نننۍ فوقالعاده غونډې لپاره ټولې هڅې وکړي.
ولودیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پر ځای کړل.
دا ۴۱ کلن پخوانی کمېډین وتوانېده چې د اپرېل د ۲۱مې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پخواني ولسمشر پترو پروشنکو ته ماتې ورکړي.