د څلورو ورځو په تېرېدو سره لاهم د ولسي جرګې ستونزه نه‌ده حل شوې

د ولسي جرګې غړی عرفان‌الله عرفان

د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل په هدف ټاکل شوي پلاوي خپل کار پیل کړی او د چهارشنبې په ورځ به خپله طرحه د جرګې له غړو سره شریکه کړي.

د څلورو ورځو په تېرېدو لا هم د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ په سر رامنځته شوې شخړه نه‌ده حل شوې.

د دغه پلاوي یوه غړي عرفان‌الله عرفان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» رسنیو ته وویل چې ټاکل شوی ۲۷ کسیز پلاوی د ولسي جرګې په ارشیف کې په دقیق ډول د شنبې د ورځې د انتخاباتو د وېډیوګانو له لیدلو وروسته خپله طرحه د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کوي او وروسته به پرې د جرګې د غړو له لوري رأیه اچونه کېږي.

ده وویل:

"ټاکل شوی پلاوی به خپله طرحه راوړي او په اخر کې به په تالار کې ناست وکیلان پرې رأیه اچونه کوي، یعنې ټاکل شوی پلاوی نه‌شي کولای چې په خپل سر پرېکړه وکړي، دوی یوازې د یوې طرحې د وړاندې کولو صلاحیت لري."

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ لپاره د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ انتخابات وشول چې په جنجالي ډول پای ته ورسېدل.

په دې انتخاباتو کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې.

د جرګې مؤقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او ځينو نورو وکیلانو اعتراض وکړ.

دوى وايي، ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو رأيې نه‌پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې که وکیلان په خپلو کې د روانې شخړې حل راونه‌باسي قانوني بنسټونه اماده دي چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

کمال ناصر اصولي چی د روانې شخړې یو اړخ دی، د سې شنبې په ورځ‌یې رسنیو ته وویل چې هره هغه پرېکړه ورته د منلو وړ ده چې د اساسي قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو له مخې شوې وي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي

ده ویلي:

"دلته یوازې زما خوښه مهمه نه‌ده، دلته زموږ د کورنیو دندو اصول مهم دي، د قانون هر هغه اجراأت چې په ولسي جرګه کې کېږي، ماته د منلو وړ دي، خو کله هم چې د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو په خلاف عمل وشي نه‌یوازې ما ته، بلکې ټولو وکیلانو ته د منلو وړ نه‌ده."

خو د پلاوي غړی عرفان‌الله عرفان ډاډ ورکوي چې د دوی وړاندې شوې طرحه به د قانون په اساس وي، ځکه د نوموړي په وینا، په دغسې موضوعاتو کې مصلحت کول امکان نه‌لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر سالنګي چې په روانه شخړه کې د میر رحمان رحماني پلوي کوي، وايي چې دوی هیله لري چې د ټاکل شوي پلاوي هلې ځلې نتیجه ورکړي.

ده وویل:

"تمه لرو چې د سبا ورځې تر پایه د دوی د کار پایله څرګنده شي، نن د دې لپاره چې په تالار کې د وکیلانو شمېر کم و، نو نتیجه سبا ته پاتې شوه، د ولسي جرګې استازي له دې زیات زغم نه‌لري چې پارلمان دې د څو کسانو په کشمکش کې را ایسار وي، موږ تمه لرو چې د پلاوي کار نتیجه ورکړي او د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو کارونه مخ په وړاندې لاړ شي."

له دې وړاندې هم د یادې شخړې د حل په هدف ۱۵ کسیز پلاوی ټاکل شوی و چې د یوې ورځې په تېرېدو يې هڅو نتیجه ورنه‌کړه.

اوس د دې شخړې د حل لپاره د ولسي جرګې غړو او خلکو دغه نوي ټاکل شوي پلاوي ته سترګې نیولي، خو ولیدل شي چې دا پلاوی څه نتیجې ته رسېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام