د روسیې د فدرالي امنیت د ادارې مشر ویلي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې ۵۰۰۰ وسله وال چې له داعش سره تړاو لري، فعال دي.
الکساندر بورتینکوف د افغانستان د شمالي پولو پر امتداد د داعش د وسله والو د فعالیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
بورتینکوف نن د مې په یوویشتمه په تاجکستان کې دا خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې د داعش نږدې ۵۰۰۰ زره وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي.
د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د روسیې دې لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونه باید له افغانستان سره پر خپلو سرحدي سیمو امنیت ښه کړي.
روسیه د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې پوځي اډې هم لري.
دا اول وار نه دی چې روسیه په افغانستان کې د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه څرګندوي.
اسوشېټېډ پرېس د یو شمېر څارونکو په حواله لیکلي چې مسکو په افغانستان کې د داعش د وسله والو د شمېر په اړه مبالغه کوي او په دې ډول له طالبانو سره د خپلو اړیکو د توجیه کولو هڅې کوي.
خو روسیه له طالبانو سره د همکارۍ خبر ردوي.