کورنیو چارو وزارت د مظنونینو د خپرو شویو لېستونو ۵۰ سلنه نیولي

د کورنیو چارو وزارت په رسمي فېس‌بوک پاڼه د مظنونینو د خپرو شویو لېستونو یو سکرین شاټ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د مظنونینو له خپاره شویو لېستونو نه ۵۰ کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له مجرمینو سره جدي چلند کوي او په‌دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» ازادي راډيو ته وویل چې په دوی کې هم په جنایي جرمونو تورن کسان او هم د نشه‌یي توکو قاچاق کوونکي شامل دي.

دی وایي:

"په ټوله کې چې موږ څومره لېستونه خپاره کړي وو، په دې برخه کې ۹۰ سلنه اجراآت شوي، په ۱۰ سلنه نورو یې هم کار روان دی، یعنې د خلکو په همکارۍ ۵۰ سلنه دغه مجرمین نیول شوي، ۴۰ سلنه‌یې له سیمو متواري دي."

ښاغلی رحیمي وایي، په لومړي نوملړ کې چې شااوخوا ۲۲۰ کسان په غلاوو، وژنو او پر انسان تښتونو تورن وو، اعلان شول چې ډېری یې د خلکو په همکارۍ د پولیسو، ځانګړو ځواکونو او کشفي او استخباراتي بنسټونو له لوري نیول شوي، خو یو شمېر نورو یې خپله ځانونه پولیسو ته سپارلي دي.

دا چې په دې ټولو خپاره شویو لېستونو کې څو مظنونین شامل دي ښاغلي رحیمي یې په اړه څه ونه‌ویل.

نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه مهال چې امرالله صالح‌یې سرپرستي کوله، د هغو کسانو لېست چې لوی او حرفوي مجرمین‌یې بلل خپور کړ چې د دغه وزارت په وینا هدف‌یې د مظنونینو د نیولو په برخه کې د خلکو همکاري او د قانون منګولو ته د دوی سپارل و.

د یادونې وړ ده چې د دغه لېستونو خپرېدل په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د پراخو هر کلیو سره مخ شول.

خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا انتقاد کوي او وايي چې د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې اقدام نه‌دی کړی او هغه کسان چې نیول کېږي، هم د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو سردار ولي او ایرج په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا کسان هغه زورواکي دي چې د دولت په چوکاټ کې هم ښکېل دي، خو دوی نه‌شي کولای چې دا کسان ونیسي، ځکه نن سبا په افغانستان کې رشوت ورکول عام دی، همدا اوس په کابل ښار کې هېڅ امنیت نه‌شته، ناامنۍ او بې‌بندوبارۍ اوج ته رسېدلي، هغه کسان چې پړ، قاتل، مجرم او سارقین دي، هغوی چې ونیول شي، په امنیي حوزه کې یو ساعت هم نه‌پاتې کېږي، ژر تر ژره بېرته خوشې کېږي."

دوی له حکومته په ځانګړي ډول له امنیتي او کشفي ادارو د ښار د امنیت د ټینګولو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر پوهان بیا د امنیت د ټینګولو لپاره د اداري فساد په له‌منځه وړلو او د مسلکي کسانو په کار ګمارنه ټینګار لري.​د امنیتي چارو افغان پوه عبدالباري عارض

​د چارو پوه عبدالباري عارض زیاتوي:

"چې دوه فکټوره مراعت نه‌شي، دا امنیت به د سمون لوري ته ولاړ نه‌شي. لومړی د اداري فساد له‌منځه وړل او بل د مسلکي کسانو ګمارل، ځکه مسلکي کسان له سیاسي او مصلحتي جوړښتونو لیرې او په کار پوه کسان وي."

ښاغلی عارض وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر مظنونینو کسانو په نیولو کې چې نومونه‌یې د دغه وزارت له‌خوا په خپرو شویو لېستونو کې راغلي، پاتې راغلی ځکه دغه کسان په ښو امکاناتو سمبال دي.

ښاغلی عارض دا هم وایي چې که د تورنو له شمېره کوم کسان چې نیول کېږي، ورسره قانوني چلند وشي، نورو ته به عبرت وګرځي او په دې سره به د جرمونو کچه راټیټه شي.

راپور: فېروزه عزیزي