د نوي زیلاند پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن شو

د کرایست‌چرچ سیمه

د نوي زیلاند پولیسو د هغه هېواد په کرایست‌چرچ سیمه کې پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن کړ.

په کرایست‌چرچ کې حملې، د مارچ میاشتې په ۱۵مه وشوې.

حملې یوه سپین پوستي استرالیايي وګړي چې برنتن تارنت نومېږي کړې وې.

هغه په ۵۱ مواردو کې په قتل او په ۳۹ مواردو کې د قتل په هڅه تورن دی.

د نوي زیلاند پولیسو نن د مې په ۲۱مه، په یوه بیان کې وویل چې پر هغه د عمري قید حکم کېدلای شي.

برنتن تارنت ۲۸ کلن دی او په ترورېستي عمل کې په دخالت تورن شوی دی.

هغه به د جون په میاشت کې محکمې ته ودرول شي.