په هرات کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګه‌وال اندېښمن کړي

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګه‌وال اندېښمن کړي.

سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګه‌وال په پانګونه کې ټکني شي.

ده زیاته کړه:

"دوه ورځې وړاندې د یو صراف ځوان زوی اختطاف او بیا ووژل شو، تېره شپه‌یې یو بل هم وژلی، له بده مرغه ناوړه خبرونه زیات لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د تښتونو او وژنو کچه لوړه وه.

ښاغلی خطیبي وايي، د ناامنۍ له امله سوداګرو خپله پانګه له هراته ویستلې او دا مهال‌یې په ترکیه او ایران کې پرې کارو بار کوي.