د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه د روسیې غوښتنه رد کړه

د اوکراین ملي بیرغ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د ژبې اړوند نوي قانون د تصویب په اړه د یوې غونډې د جوړېدو لپاره د روسیې غوښتنه رد کړه.

د دې غونډې د جوړېدو لپاره د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو له ډلې د نهو موافقه په کار وه، خو مسکو یوازې د ۴ هېوادونو موافقه ترلاسه کړه.

متحده ایالاتو او د امنیت شورا پنځو نورو غړو فرانسې، جرمني، بریتانیا، بلجیم او پولنډ د روسیې وړاندیز ته مخالفې او اندونیزیا، ساحل عاج، کوېټ او پیرو ممتنع رأیې ورکړې.

د هغه قانون په اساس چې د اوکراین پارلمان په اپرېل میاشت کې تصویب کړ په اوکرایني ژبه راډیويي او ټلوېزیوني پروګرامونه زیاتېږي او ټول وګړي مکلف دي چې په اوکرایني ژبه خبرې وکړي.

همداراز د نوي قانون له مخې اوکرایني ژبه د دولتي مأمورینو لپاره جبري ده او سرغړونکي به د جریمې له خطر سره مخامخ وي.

دا قانون روسي ژبې ته چې په اوکراین کې هم ډېر خلک خبرې پرې کوي یوازې په شخصي محاورو کې اجازه ورکول کېږي.