جوکو ویدودو «Joko Widodo» نن یو ځل بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو.
د اندونیزیا د انتخاباتو کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلی ویدودو په سلو کې د ۵۵،۵ رأیو په ګټلو سره د دې انتخاباتو ګټونکی دی.
په اندونیزیا کې چې د ټول نفوس شمېر یې ۲۶۰ میلیونه ته رسېږي او د نړۍ تر ټولو زیات مسلمان وګړي لري د ولسمشرۍ انتخابات د اپرېل په ۱۷مه ترسره شول او تمه کېده چې نتایجیې د اپرېل په ۲۱مه اعلان شي، خو د نتایجو پر وړاندې د اعتراضونو او احتمالي نارامۍ د اندېښنو له وجې تر دې دمه وځنډول شول.
د ویدودو اصلي سیال متقاعد جنرال ۶۷ کلن پرابووو سوبیانتو «Prabowo Subianto» ویلي چې خپله ماتې به ونهمني، ځکه دی ادعا کوي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي.
هغه د پراخو مظاهرو په اړه هم خبرداری ورکړی.