د حل مؤظف پلاوی به د ولسي جرګې په اړه نن نتایج اعلان کړي

د افغانستان پارلمان

تمه ده چې د ولسي جرګې د رئیس د انتخاب پر سر د اختلاف د حل مؤظف پلاوی نن د خپلو څېړنو نتایج اعلان کړي.

په ولسي جرګه کې په تېرو درېیو ورځو کې اختلافونه وروسته له هغه اوج ته ورسېدل چې د رأیو اخیستو له یوې لانجمنې پروسې وروسته میر رحمان رحماني د رئیس په توګه معرفي شو او سیال کاندید کمال ناصر اصولي یې مخالفت وکړ.

مؤظف پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د ولسي جرګې ارشیف او د رئیس د انتخاب لپاره د رأیو بهیر وګوري او له ارزونې وروسته په‌دې اړه پرېکړه وکړي.