د اتريش د ازادۍ ګوند وزیران به ائتلافي حکومت کې له دندو ګوښه شي

د ازادۍ ګوند مشر هاينز کريستيان ستارچ

د اتريش ښي اړخی د ازادۍ ګوند وايي چې ټول وزیران به‌یې په ائتلافي حکومت کې له دندو ګوښه شي.

په‌دې هېواد کې تېره اوونۍ وروسته له هغه سیاسي بحران رامنځته شو چې یوه وېډيو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړه شوې وه، خپره شوه او ښکاروي د ازادۍ ګوند مشر هاينز کريستيان ستارچ «Heinz-Christian Strache» یوه روسي وګړي ته د سياسي مالي مرستو په بدل کې قرارداد وړانديز کوي.

ستارچ د مرستيال صدراعظم له دندې ګوښه شو.

صدراعظم سباستيان کورز «Sebastian Kurz» د دوشنبې په ورځ له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کورنيو چارو وزیر هربیرت کيکل «Herbert Kickl» دې له خپلې دندې ګوښه کړي.

ده وویل چې د ازادۍ ګوند دا وزير د هغو تحقیقاتو مخې ته خنډونه جوړوي چې د دې قضيې په تړاو کېږي.

دې ګوند په غبرګون کې خپلو ټولو وزیرانو ته له حکومته د وتلو امر وکړ.

په نتيجه کې صدراعظم کورز د بهرنیو چارو وزير، دفاع وزیر، د کارګرو وزير او تأسيساتو وزيران نه‌لري.

ولسمشر الکساندر وان در بیلين «Alexander van der Bellen» په سپټمبر کې د تر وخت مخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه.

دا وېډیو چې د مې په ۱۷مه نېټه جرمني رسنیو خپره کړه، ښکاروي چې يوه روسۍ ښځه خپل ځان د یوه روسي سوداګر د ورېرې په توګه معرفي کوي.

د معلوماتو له مخې دا پېښه د ۲۰۱۷ میلادي کال په جولای کې د برازیل په ايبيزا کې شوې وه.

دا هغه وخت وو چې انتخاباتو ته درې مياشتې پاتې وې او په نتيجه کې يې د ازادۍ ګوند له حکومت سره ائتلاف رامنځته کړ او ستارچ د صدراعظم مرستيال شو.