په ننګرهار ولایت کې پهدې وروستيو کې چاودنې زیاتې شوې دي.
په دې لړۍ کې پرون دوشنبه هم په جلالاباد ښار کې په يوه چاودنه کې څلور کسان ټپیان شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان ازادي راډيو وويل، د دوشنبې په ماښام شااوخوا اووه بجې د جلالاباد ښار په دوهمه ناحيه کې چاودنه وشوه.
ښاغلي فرید خان پهدې پېښه کې د تلفاتو په اړه جزئیات نهدي ورکړي، خو د جلالاباد مرکزي روغتون مسؤلين وايي، د پېښې له ځایه دوی ته څلور ټپيان وروړل شوي چې یو يې بستر دی او درې نور تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.
دقيق معلومات نهشته چې دا چاودنه چا او څنګه کړې ده؟
د جلالاباد په لومړۍ حوزه کې د شنبې په ورځ هم څلور پرلهپسې چاودنې وشوې چې دوه کسانيې ټپيان کړل.
یوه اوونۍ مخکې په جلالاباد کې د ګڼو چاودنو په نتيجه کې څلور ملکيان وژل شوي او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي وو.
په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش ډله فعال حضور لري.