هلمند او کندهار کې ۲ خیریه بنسټونه ۵۳ روغتیايي مرکزونه جوړوي

د افغانستان د روغتيا وزیر فیروز الدین فیروز

په کندهار او هلمند ولایتونو کې به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو ادارې او د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته ۵۳ روغتيايي مرکزونه جوړ شي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مایار پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې اړه د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د يادو ادارو له مشرانو سره د دوشنبې په ورځ ولیدل.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"۳۰ روغتیايي مراکز به په هلمند او کندهار کې د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته جوړېږي. کارونه به‌یې په جون مياشت کې پیل شي. بل ملاقات د «سي ډي سي» د مشر سره و چې د ډېرې همکارۍ وعده‌يې وکړه په بېلابېلو برخو کې لکه تخنیکي برخه، د واکیسناسیون برخه او همداراز یې په کندهار کې د ۲۳ روغتيايي مراکزو د جوړولو ژمنه وکړه."

د روغتیا د نړيوالې ادارې ۷۲مه غونډه په ژنیو کې د دوشنبې په ورځ پیل شوه او یوه اوونۍ به دوام کوي.

په‌دې غونډه کې له ۱۹۴ غړو هېوادونو څخه شااوخوا څلور زره استازي ګډون کوي.

د ښاغلي مايار په وینا، افغانستان ته په‌دې غونډه کې ډېر اهمیت ځکه هم ورکول شوی چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې په جنګي شرايطو کې د روغتیايي خدماتو رسولو تر ټولو زياته تجربه لري.