شمالي مقدونیې د يوې لارۍ پر سر ۸ عراقي پناه غوښتونکي موندلي

د مقدونیې ملي بیرغ

د شمالي مقدونیې چارواکو له صربیا سره پولې ته نږدې د يوې لارۍ په سر کې اته عراقي پناه غوښتونکي موندلي دي.

دا اته سړي هغه مهال چارواکو ته په‌لاس ورغلي چې د یکشنبې په ورځ‌یې پر تابانوفڅې پوله څار کاوه.

د شمالي مقدونیي د کورنیو چارو وزارت په وينا دې لارۍ د بلغاریا پلېټ درلود.

پولیسو ويلي چې د لارۍ چلوونکی يې نيولی او پناه غوښتونکي يې یوه کمپ ته انتقال کړي دي.

دغه کسان په غیر قانوني توګه له یونانه شمالي مقدونیې ته ننوتلي او غوښتل‌يې د صربيا له لارې اروپايي ټولنې هېوادونو ته لاړ شي.

له منځني ختيځ او شمالي اسيايي هېوادونو څخه ګڼ پناه غوښتونکي د بالکان له لارې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته د ننوتلو هڅې کوي.