پر مکې ۲ توغندي هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی شول

د سعودي عربستان ملي بیرغ

سعودي عربستان وايي، پر مکه معظمه ولایت ويشتل شوي دوه توغندي يې هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی کړل.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه وياند ویلي چې دا توغندي د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو د مکې پر لور ويشتلي وو.

حوثي ياغیانو دا تورونه رد کړل چې ګواکې مکه‌يې هدف ګرځوله.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د لوېديځ هېوادونو په ملاتړ د هغه ائتلاف مشري کوي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې يې په یمن کې ځکه مداخله وکړه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې حوثي ياغيانو په پلازمېنه صنعا کې د یمن حکومت له واکه لیرې کړ.

د توغندیو د خنثی کېدو خبره په‌داسې حال کې ده چې د تهران او خلیج عرب هېوادونو ترمنځ وضعیت نور هم ترینګلی شوی او په یمن کې څلور کلنې جګړې ته د دواړو لورو ترمنځ د نيابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.