هرات کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب دوام وکړ

ارشیف، په هرات کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب.

په هرات ولایت کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب لا پای ته نه‌دی رسېدلی.

دا ښوونکي اعتراض لري چې معاشونه‌يې لږ دي.

دوی له پنجشنبې راهیسې تدریس درولی دی.

د افغانستان د ښوونکو لپاره د عدالت غوښتونکو د ټولنې استازي شهیر احمد احمدیار ازادي راډيو ته وويل چې د ښوونکو کاري اعتصاب تر نا ټاکل شوې مودې دوام لري.

دی وايي:

"د ښوونکو تر ټولو مهمه غوښتنه د معاش زیاتېدل دي. که‌یې معاشونه زيات نه‌شي، له اعتصابه به لاس وانه‌خلي. ښوونکي پرته له اعتصابه بله لاره نه‌لري."

ښاغلي احمديار ونه‌ویل چې په هرات کې د یوه ښوونکي معاش څومره دی؟

د هرات د ښوونې رئیس روح‌الله زاهد ژمنه کړې چې د ښوونکو غوښتنې به ومنل شي.

شاوخوا ۲۰ زره ښوونکي د هرات په ۱۳۰۰ ښوونځیو کې خپلو دندو ته نه‌ځي.