ټاکل شوې د افغانستان په ولسي جرګه کې د رئیس د څوکۍ پر سر د اختلافاتو د حل لپاره ګومارل شوی پلاوی د سې شنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي.
دغه پلاوي د دوشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ او ګومارل شوی چې د ولسي جرګې ارشیف او د دې جرګې د رئیس د ټاکل کېدو لپاره د رأيو ورکولو د بهیر ارزونه وکړي.
د ولسي جرګې انتخابات ۷ مياشتې مخکې وشول، خو وکيلانو تر اوسه عملاً د حکومت پر اعمالو د څارنې او قانون جوړونې بهير نهدی پیل کړی.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي، د ولسي جرګې په کار کې ځنډ به دا بهير اغېزمن کړي.
ښاغلي ستانکزي ازادي راډيو ته وويل، کله چې د حکومت پر کار د وکیلانو د څارنې پروسه ضعیفه شي، پر ولسي جرګې د خلکو اعتماد هم کمېږي.
دی وايي:
"خلک متأسفانه له دې ډېر زيامنېږي. دا پهدې معنی چې که دولت هر څومره ضعيفېږي، په یقيني ډول ملت ځورېږي، نو د پارلمان نهشتون د افغانستان دولت چې اوس هم په ډېر ښه حالت کې نهدی، لا يې هم د ضعف خوا ته وړي."
د افغانستان د ولسي جرګې تالار له هغه وروسته د وکیلانو ترمنځ د فزيکي نښتو شاهد وو چې میر رحمان رحماني د دې جرګې د رئیس په توګه معرفي شو.
رحماني د شنبې د ورځې په رأی اچونه کې ۱۲۳ رأیې ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې مؤقت رئیس عطا محمد دهقانپور دی د جرګې د رئیس په توګه معرفي کړ، خو مخالفيې کمال ناصر اصولي چې ۵۵ رأیې يې وړې وې، اعتراض وکړ او ویېويل چې رحماني پنځوس جمع یو په سلو کې رأيې نهدي ترلاسه کړي، نو رئیس نهدی.
د سياسي چارو کارپوه هارونمير په ولسي جرګه کې د ترینګلي وضعیت دوام د اوسني نظام لپاره زیانمنونکی وباله.
نوموړي وویل:
"په افغانستان کې د نظام د زیانمنېدو خطر اوس او هر وخت شته، ځکه خلک بل انتخاب نهلري او موږ به بېرته ۹۰مې لسیزې ته ستنېږو چې هغه مهال هېڅڅوک ګټونکی نهوو او بايلونکي ټول افغانان وو او هېڅڅوک د دې تمه نهلري چې باید د يو څو کسانو د شخصي ګټو په خاطر د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړي."
اوس یو پلاوی کار کوي چې د ولسي جرګې د رئیس د څوکۍ پر سر اختلافاتو ته حل راوباسي.
د ولسي جرګې يوې غړې شینکۍ کړوخېل پرون ماښام ازادي راډیو ته وويل، د سې شنبې په ورځ به یو توافق ترلاسه شي.
مېرمن کړوخېل زیاتوي:
"زما په اند د نړۍ په پارلمانونو کې تل جنجالونه شته. حتی وهل ټکول شوي دي. زه فکر کوم افغانستان هم له نړۍ څخه جلا نهدی. داسې جنجالونه پېښېږي، نو ورته باید معمولي فکر وشي. زه ډاډه یم هغه ۲۷ کسیزه پلاوی چې ټاکل شوی دی د سبا لپاره بالاخره یوه توافق ته رسېږي او خپلې پایلې به مجلس ته وړاندې کوي او دا لانجه به حلېږي."
د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس ټاکنه تر دې مخکې هم له لانجو سره مخامخ وه.
په ۱۳۸۹ کال کې وکیلانو څو اوونۍ پرلهپسې لانجه وکړه چې عبدالرؤف ابراهيمي يې په یوه علني رأی اچونې سره د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکه.