د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د منځنۍ اسیا او د سیمې او نړۍ د ګډو همکاریو په ناستو کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په پرمخ بیولو، د سیمې او افغانستان ترمنځ په اقتصادي همکاریو، د ترورېزم پر وړاندې په ګډې مبارزې او په داسې نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،په دغو ناستو کې هوکړه شوې چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ مذاکرات باید د افغان حکومت په ملکیت پر مخ یوړل شي او د ترورېزم پروړاندې دې ګډې مبارزې ته یو جامع عملي پلان جوړ شي.
دغه ناستې چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د تاجکستان د دوشنبې په ښار کې جوړې شوې وې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پکې ګډون کړی و.
ارشیف، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي د دوشنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې خبریالانو ته وویل:
"د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په ناسته کې د ترورېزم او سازمان شویو جرایمو په بحثونو کې ټینګار وشو چې ترورېزم دې نور د ښه او بد په نامه تفکیک نه شي او د یوې نوې سیمه ییزې جامع کړنلارې په جوړولو سره دې د هر ډول ترورېزم پر وړاندې ګډه مبارزه وشي."
ښاغلي احمدي وویل، په دغه ناسته کې د جاپان استازي ژمنه کړې چې په دغو ټولو مواردو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ په ناسته کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ په ګډو اقتصادي همکاریو رغنده بحثونه ترسره او ومنل شول چې دغه همکارۍ د سیمې د هېوادونو له اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او له سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.
د نوموړي په خبره، په دغو دواړو ناستو کې ویل شوي چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت ګډون یو مهم اصل دی.
ښاغلي احمدي دا هم وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له تاجکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته هم رسېدلی چې د تاجکستان له زندانونو دې افغان بندیان افغانستان ته ولېږدول شي.
ده وویل:
"ښاغلي رحمان ومنله چې ۸۰ افغان زندانیان دې افغانستان ته انتقال شي، موږ د تاجکستان په محابسو کې ۱۷۴ افغان بندیان لرو چې دوسیې یې بشپړې شوي او په پام کې ده چې هېواد ته ولېږدول شي."
د بهرنیو چارو وزارت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په دغو ناستو کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دي.
راپور: خان محمد سیند