د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ستونزې زیږولي

د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اقدام له تېرو څو میاشتو د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

دی وايي:

"څو میاشتې کېږي چې دا ستونزه موجوده ده دلیل دا ښودل کېږي د ډالرو پیسې له افغانستانه بهر انتقالیږي او دا سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي."

نوموړي وویل، د سوداګرو تر ډېره راکړې ورکړه په ډالرو دي، خو کله چې بانکونو ته ورځي له زر ډالرو ډېر نه‌شي اخېستلی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک ایران ته د ډالرو د قاچاق له اندېښنو وروسته په هرات کې یې ویشلو باندې بندیز ولګاوه.