د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، بهر ته د صادارتو د نه صادرېدو او پهدې ولایت کې د سړو خونو د نه موجودیت له امله د تولیداتو په بیو کې ټیټوالی راغلی چې د دې ولایت بزګران يې اندېښمن کړي دي.
د دغې خونې مسؤل حشمت نورزاي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اساسي اندېښنه دا ده چې د حاصل په را رسېدو سره به د توکو بیې د تېرکال په څېر راټیټې شي.
دی وايي:
"یوه ستونزه دا ده چې توکي بهر ته نه صادریږي، ان یوه کیلو پیاز موږ په یوه افغانۍ پلورل، سړې خونې نشته باید ورته جدي پاملرنه وشي، څو په فراه کې سړې خونې جوړې شي."
د فراه تر ډېره محصولات عناب، انار، بادرنګ، هندواڼه او یو شمېر سبزۍ دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، تراوسه بهر ته د توکو د صاراتو لپاره هېڅ ډول زمینه نهده برابره شوې او دا د بزګرانو او سوداګرو اقتصاد ته لوی زیان پیښ کړی.