خنجري: په ارزګان کې د پخوا په پرتله د پولیسو تلفات کم شوي

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان خطاب خنجري

په ارزګان کې د پخوا په پرتله د پولیسو تلفات کم شوي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان خطاب خنجري نن دوشنبه وویل چې د دې لامل د پولیسو ښه روزنه او د هغوی پر وخت اکمال او نورو نظامي ارګانونو سره ښه همغږي ده.

د پولیسو دغه مشر یادې خبرې په امنیه قوماندانۍ کې د وژل شویو پولیسو کورنيو ته د اکرامیې د ورکولو پر مهال وکړې.

په ورته وخت کې په دغه ولایت کې مېشت سرتېري هم وايي چې د پولیسو تلفات کم شوي دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور