ټاکل شوې ولادیمیر زلنسکي نن د دوشنبي په ورځ د اوکراين د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
پخوانى کاميډين ٤١ کلن زلنسکي تېره مياشت د پخواني ولسمشر پټرو پروشنکو پر وړاندې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې ګټونکى شو.
د لوړې دغه مراسم پر ځايي وخت نن سهار لس بجې په پارلمان کې جوړېږي.
زلنسکي غوښتل چې د لوړې دغه مراسم پرون جوړ شي، خو د پارلمان پر وکيلانو يې تور پورې کړ چې په لوى لاس غواړي د لوړې دغه مراسم وځنډوي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي چې د لوړې پهدغو مراسمو کې به د نورو هېوادونو نږدې ٦٠ استازي برخه واخلي.