هرات کې یوې چاودنې یو ایرانی کارګر او یو افغان سرتېری وژلی

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات په غوریان ولسوالۍ کې پرون د یکشنبې په ورځ د ایران پولې ته نږدې یوې چاودنې یو ایرانی کارګر او یو افغان سرتېری وژلی دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد په‌دې اړه تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل:

"له بده‌مرغه د افغانستان په خاوره کې دننه د هرات - خواف د اوسپنې پټلۍ د پروژې یو ایرانی کارګر او یو افغان سرتېری د ماین په چاودنه کې وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي. دوی په یوه رنجر کې ناست وو چې د لارې په سر پرې د ماین چاودنه شوې او له بده‌مرغه دا مرګ ژوبله ور اوښتې."

چا د دغې بمي چاودنې مسؤلیت نه‌دى منلى.

ایراني چارواکو هم د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.