د بغداد زرغونه ساحه کې د امريکا سفارت ته څېرمه توغندى لګېدلى

په بغداد کې د امریکا سفارت

د بغداد په زرغونه ساحه کې د امريکا لوى سفارت ته څېرمه يو توغندى لګېدلى دى.

دا پېښه په‌داسې حال کې شوې چې په سيمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

په عين حال کې واشنګټن له عراقه خپل د سفارت او قونسلګرۍ غيرضروري کارکوونکي ايستلي دي.

د عراق دولتي خبري اژانس ويلي، پرون د یکشنبې په ورځ د سفارت تر يو کيلو مترۍ لنډه فاصله کې د توغندي د لګېدو په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

دا له سېپټمبر مياشتې راهيسې لومړى وار دى چې د عراق په زرغونه ساحه کې دا ډول يو توغندى لګېږي.

د بغداد په زرغونه ساحه چې امنيتي تدابير په‌کې شديد دي، ګڼ بهرني او د پارلمان او صدراعظم د ودانيو تر څنګ داخلي دفترونه په‌کې پراته دي.

د عراق د پوځي يوه وياند بريد جنرال يحيى رسول اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل، توغندى د عراق د يوه ګمنام سرتېري له مجسمې سره لګېدلى او د دې پېښې په اړه به تحقيقات وشي.