سعودي عربستان د خپلو متحدانو دوه بېړنۍ سرمشریزې رابللي

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان د هغو حملو په اړه چې وايي، ایران لاس پکې لري، د بحث لپاره د روانې مې میاشتې په پای کې د خپلو متحدانو دوه سرمشریزې رابللې دي.

په داسې حال کې چې د ایران او د سیمې د هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د خلیج د همکارۍ د شورا او د عرب لیګ پر مشرانو غږ کړی چې په سیمه کې د وروستیو حملو د لړۍ په اړه د بحث لپاره د روانې مې میاشتې په ۳۰ مه په مکه کې د بېړنیو غونډو لپاره راټول شي.

د سعودي او نورو عرب چارواکو له قوله ویل شوي چې په دې بحثونو کې به د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نږدې پر څلورو تجارتي بېړیو د برید او همداراز ریاض ته نږدې د تېلو د تولید پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د حملو پر لړۍ تمرکز وشي.

د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو مسؤلیت د یمن ایران پلوې حوثي ډلې چې تهران یې ملاتړ کوي، منلی دی.

ایران پر اماراتي بېړیو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس سپا SPA د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې عرب مشران به د مکې په سرمشریزو کې د دې حملو او همداراز په سیمه کې د نورو دې ته ورته حملو د مخنیوي د تدابیرو په اړه بحث وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر نن یکشنبه پر تهران تور ولګاوه چې د سیمې د بې ثباتۍ هڅه کوي.

الجبیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران د دې هڅو د مخنیوي په برخه کې مسؤلانه اقدامات وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر

​د سعودي نږدې متحد، متحده عربي اماراتو د دې سرمشریزې د رابللو لپاره د ملک سلمان اقدام ستایلی دی او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دې ته اړتیا شته چې عربي هېوادونه په خلیج او نورو سیمو کې یو موټی وي.

سعودي عربستان او متحد عربي امارات چې د سني اسلام پیروي کوي، دواړه د ایران پر وړاندې د امریکا نږدې متحدان دي.

د ایران او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ دې ناندریو په داسې حال کې زور اخیستی چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ اړیکې هم خورا زیاتې ترینګلې شوي، واشنګټن په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي او د استخباراتي اطلاعاتو پربنسټ ادعا کوي چې ایران په سیمه کې د حملو پلان لري، خو له دې ټولو خبرو سره سره واشنګټن او تهران دواړو د جګرې احتمال رد کړی دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر الجبیر هم وویل چې د ده هېواد په سیمه کې جګړه نه غواړي او نه د جګړې د پارولو هڅه کوي.

نوموړي وویل، سعودي عربستان به د جګړې د مخنیوي لپاره تر وسې وسې هڅه وکړي، خو ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که نور اړخونه جګړه غوره کړي، نو دا هېواد به هم له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي، څو د خپل ځان او خپلو ګټو دفاع وکړي.

د بحرین د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې روانې بې ثباتۍ او د جریاناتو پرمختګ ته د اشارې په ترڅ کې ویلي دي چې دا د سیمې د امنیت او ثبات لپاره لوی ګواښ دی.