د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا ټينګار وکړ چې له روسيې څخه به د ميزائيلو (S-400) ډوله دفاعي سېستم رانيسي.
ده ويلي چې د دغو موافقو په اړه د امريکا له مخالفت سره سره به له مسکو سره په راتلونکي کې د (S-500) ډوله دفاعي سېستم په توليد کې همکاري وکړي.
ښاغلي اردوغان پرون په استانبول کې د محصلانو د پوښتنو او ځوابونو په يوه جلسه کې وويل:
"په دې کې شک نه شته چې ترکيه به د (S-400) ډوله دفاعي سېستم د رانيولو اقدام کوي، دا يوه شوې موافقه ده."
اردوغان په خپلو خبرو کې زياته کړه، تر (S-400) ډوله دفاعي سېستم وروسته به په ګډه (S-500) ډوله سېستم توليد شي.
د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې او د کانګرس غړو له ترکيې غوښتنه کړې چې له روسيې د ميزائيلو د دفاعي سېستم د رانيولو موافقه فسخه کړي.
لوېديځ قدرتونه وايي، دغه دفاعي سېستم د ناټو له سېستمونو سره اړخ نه لګوي او د امريکا ساخت جنګي الوتکو ته خطر پېښوي.