د امريکا د استخباراتي ادارې (CIA) له پخواني رئيس جان برینان څخه وغوښتل شول چې د ایران په اړه ډموکراتانو ته د استازو په جرګه کې معلومات وړاندې کړي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر وروستیو اقداماتو ډموکرات ګوند اندېښنه ښکاره کړې ده.
اژانس د ډموکرات ګوند د یوه غړي او د یوه بل کس په قول چې د دې غونډې په اړه یې معلومات لرل، پرون شنبه وویل چې برینان به راتلونکې سې شنبه د استازو جرګې په اوونیزه خصوصي غونډه کې خبرې وکړي.
نوموړی د ولسمشر ټرمپ یو منتقد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی وینډي شیرمن به هم چې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په مذاکرو کې یې مرسته کړې وه، د کانګرس د استازو جرګې غړو ته معلومات وړاندې کړي.
ولسمشر ټرمپ تېر کال له ایران سره له اټمي موافقې ووت.
د استازو د جرګې مشرې نانسي پلوسي له سپینې ماڼۍ څخه غوښتي چې د ایران د وضعیت په اړه د دې جرګې ټولو غړو ته معلومات ورکړي.