میر رحمان رحماني پرې نښودل شو چې د ولسي جرګې پر څوکۍ کیني

د میر رحمان رحماني یو انځور

کمال ناصر اصولي او د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي چې وايي میررحمان رحماني د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره پنځوس جمع یو رأیې یې نه دي ترلاسه کړي، نن یکشنبه رحماني پرې نښود چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېني.

پرون شنبه د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره په انتخاباتو کې میررحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رأیې وګټلې او د جرګې موقت رئیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی، خو ښاغلي اصولي او یو شمېر نورو وکیلانو اعتراض وکړ او ویې ویل چې ۱۲۳ رأیې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو نه پوره کوي، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

خو ښاغلی رحماني او پلویان یې وايي چې لازم اکثریت یې ترلاسه کړی او د ولسي جرګې مشر غوره شوی دی.

د ولسي جرګې یوه غړي عبدالقادر کلاتوال ازادي راډیو ته وویل چې اوس یوه مصلحتي غونډه روانه ده چې د هر ولایت یو استازی پکې برخه لري او هغوی هڅه کوي چې ستونزې ته حللار ومومي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې د دوو مرستیالانو او دوو منشیانو لپاره هم رأیې واخیستل شي.