سعودي عربستان د خپلو عربي متحدانو د دوو بېړنیو غونډو غوښتنه وکړه

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې پر بېړیو او د تېلو د تولید پر تاسیساتو د حملو په اړه د خبرو لپاره په روانه میاشت کې د خپلو عربي متحدانو د دوو فوري غونډو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان پرون شنبه د خلیج د همکارۍ شورا او عرب لیګ مشرانو ته بلنه ورکړه چې د مې په شلمه د مکې په بېړنۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.

سعودي او نورو چارواکو وویل چې په دې سرمشریزه کې به د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې پر څلورو سوداګریزو بېړیو او ریاض ته نږدې د تېلو د تولید پر تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکې پر حملو تمرکز وشي.

ایران په دې حملو کې لاس لرل رد کړي، خو د یمن حوثیانو چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي، د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د حملې مسؤلیت منلی دی.