د ایران د سنیانو پر یوه روحاني شخصیت برید "محمد ابراهیم صفي زاده څوک و؟"

محمد ابراهیم صفي زاده د ایران د سنیانو یو روحاني شخصیت

په هرات کې چارواکي وايي، دا به معلومه کړي چې پر محمد ابراهیم صفي زاده حمله جنايي عمل و که ترورېستي پېښه وه.

محمد ابراهیم صفي زاده د ایران د سنیانو یو روحاني شخصیت دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد پرون د مې په اتلسمه ازادي راډیو ته وویل چې پر صفي زاده د جمعې په ورځ نا څرګندو کسانو ډزې وکړې.

هغه په روغتون کې بستر شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

جیلاني فرهاد وایي:

"موږ دا څېړو، یو مقتدر پلاوی ټاکل شوی چې په دې اړه څېړنه وشي، دا تحقیقات چې بشپړ شول، معلومه به شي چې دا جنايي مسئله ده که بله خبره ده."

د ازادي راډیو د ایران برخې، راډیو فردا ویلي چې د ایران فارس خبري اژانس مولوي صفي زاده د ایران د سنیانو رسمي ویاند بللی دی.

خو په ایران کې د سنیانو پر یو شمېر ویبپاڼو هغه د رژیم مخالف معرفي دی.

د تلګرام په نوم پر یوه انټرنټي شبکه چې ډېر ایرانیان کار ورڅخه اخلي، د "جبهه اهل سنت ایران" ډلې صفي زاده خپل مشر معرفي کړی دی.

خو هغه څوک و، ولې په هرات کې مېشت و او څه یې کول؟

د هرات د والي ویاند د دې پوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد

"هغه سني روحاني دی چې په هرات کې له ډېر وخت راهیسې اوسېږي، عادي ژوند یې کاوه، موږ داسې اسناد نه لرو چې ثابته کړي چې د ایران د حکومت پر ضد یې فعالیت کاوه، خو د هغه ورور محمد موسی کرمپور د طالبانو په رژیم کې افغانستان ته راغلی و، ښه روابط یې له طالبانو سره درلودل چې وروسته په یوه ترورېستي حمله کې ووژل شو، خو دا سړی په هرات کې ډېر پېژندل شوی نه دی."

پر محمد ابراهیم صفي زاده د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

د راډیو فردا په حواله، د ایران "جبهه اهل سنت" ویلي چې محمد ابراهیم صفي زاده افغانستان ته تبعید شوی و.

خو د هرات د والي ویاند وویل چې هلته د صفي زاده د استوګنې پر حقوقي اړخ معلومات نه لري.

د ایران د حکومت رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د هرات د والي ویاند وویل چې په هغه ولایت کې د ایران قونسلګرۍ هم تر اوسه په دې اړه نه معلومات غوښتي او نه یې تبصره کړې.