د هرات په اوبه ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې کسان وژلي

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په بازار کې نن سهار یوې چاودنې د دوو ماشومانو په شمول درې کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وایي، په ټپیانو کې د اوبه ولسوال رحم الدین سرورزی او لس ماشومان شامل دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چاودېدونکي موادو په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

الکوزي زیاته کړه:

"هغه وخت چې د اوبه ولسوال له کوره دفتر ته روان و، د سرکوچه په سیمه کې د ولسوال د موټر د رسېدو پر مهال موټرسایکل کې ايښودل شوي چاودېدونکي مواد وچول شول."

د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر کله وسله وال طالبان پر حکومتي چارواکو دا ډول بریدونه کوي.

د اوبه ولسوالي د هرات د مرکز په نږدې شل کیلومترۍ کې پرته او د دې ولایت یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده.