طالبان: د قطر د مذاکراتو په اووم پړاو کې د شپږم پړاو اجنډا تعقیبېږي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

که څه هم د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو خبرو نېټه لا مشخصه شوې نه ده، خو په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د خبرو په اووم پړاو کې به هم پر دوو مواردو خبرې وشي.

ده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا موارد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او بل د افغانستان خاوره د نورو هېوادوو پر وړاندې د ترهګرۍ په توګه نه کارول دي.

په عین حال کې د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وایي، طالبان تر هغه چې دغه دوه موارد نهایي نشي، په نورو مسایلو بحث نه کوي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا

ده وویل:

"په دې کې هېڅ شک نشته چې له دغو دوو مسایلو پرته که هغه د بین الافغاني مذاکراتو، اوربند، د بندیانو ازادول او که د حکومت په څرنګوالي خبرې کول دي، زما په اند طالبان پرې بحث نه کوي، هغوی وایي چې دا دوه خبرې د نوور ټولو مذاکراتو لپاره کیلي ده."

د ښاغلي اکبر اغا په خبره، هیله شته چې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد او طالب چارواکو تر منځ د سولې د مذاکراتو په اووم پړاو کې په دغو دوو مواردو هوکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ شپږ پړاوه خبرې وشوې.

په دغو پړاونو کې تر دې دمه په څلورو مواردو خبرې شوي، یعنې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ په هدف نه کارول، د سولې بین الافغاني مذاکرات او اوربند.

زلمي خلیلزاد نن شنبه سهار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې سوله د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخه نه نیسي او د سولې له هڅو سره سره باید د انتخاباتو هلې ځلې ادامه پیدا کړي.

خو یو شمېر افغان سیاسون چې په مسکو کې یې هم له طالبانو سره لیده کاته درلودل، نیوکه کوي چې که د دغو دواړو لورو ترمنځ خبرې نورې هم وغځېږي، د افغان سولې چانس به له له لاسه لاړ شي.

له دې ډلې افغان سیاستوال او د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

افغان سیاستوال او د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي

"که چېرې دغه خبرې ژر نتیجې ته ونه رسېږي او موږ انتخاباتو ته نږدې شو او یا هم انتخابات وشي، د دغو خبرو د بریالي کېدو چانس له منځه ځي، بیا که بله دوره خبرې هم کېږي، هغه وخت د حکومت بل چوکاټ او نوي خلک به وي، په دې اساس که هر څومره دا خبرې اوږدېږي او یوې پایلې ته نه رسېږي، نو د سولې چانس له لاسه ځي."

ښاغلی احدي دا هم وایي چې امریکایي استازی او طالبان دې پرته د وخت له لاسه ورکولو په مذاکراتو کې ټول موارد ژر تر ژره وروستي کړي چې د ده په خبره، له انتخاباتو وړاندې بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

راپور: فېروزه عزیزي