ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د دفاع غږ کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر چین، روسیې او نورو "شریکانو" غږ کړی چې د اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، د دفاع لپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو تېر کال وویل چې له دې موافقې وځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د مې په ۱۷مه پیکنګ ته ورسېد.

ظریف هلته د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وکتل.

په منځني ختیځ کې ناکراري د زیاتېدو په حال کې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو تهران ته د باليستیک مزائیلو د پروګرام او په سيمه کې د وسله والو ډلو د ملاتړ له امله ګواښونه زیات کړي دي.

د امریکا یوه ستره جنګي بېړۍ چې الوتکې لېږدوي، د عربو په خلیج کې ولاړه ده.

په دې بېړۍ کې جنګي الوتکې بار دي او داسې نورې بېړۍ یې بدرګه کوي چې له سمندره وچې ته کروز مزائیل ویشتلی شي.

تهران د امریکا دا تور رد کړی چې په منځني ختیځ کې یې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.

تهران پر امریکا تور پورې کړی چې په سیمه کې په غیر ضروري ډول کړکېچ زیاتوي.