د سیاسي ګوندونو ملي ائتلاف: لومړی دې سوله وشي بیا دې ټاکنې ترسره شي

آرشیف، په کندهار کې یوه مېرمن د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپله رایه کاروي. October 27 2018

د افغانستان د سیاسي ګوندونو ملي ائتلاف وایي، د سولې لپاره روانې هڅې کافي نه‌دي او د سولې د ژر ټینګښت لپاره باید ملي اجماع جوړه او په‌دې برخه کې دې د سیاسي ګوندونو مشورې هم واخېستل شي.

د دغه ائتلاف مشر عبدالقاهر شریعتي د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې باید په هېواد کې سوله راشي او په‌دې برخه کې دې لا زیاتې هڅې شي.

دی وايي:

"که موږ لومړی سولې ته ورسېږو، په امن کې ژوند وکړو، خپله رایه په صندوقونو کې کارولی شو، ښوونځي، مدرسې او خپلو کورنو ته تللی شو ، په سوله کې زموږ خیر دی او په انتخاباتو کې به جګړه نه‌وي."

خو نوموړی ټینګار کوي چې که د سولې له ټینګښت مخکې انتخابات ترسره شي، په هېواد کې به کړکېچ زیات او خلک به له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتونو له لوري د سولې د ټینګښت او د بین‌الافغاني خبرو د زمینې برابرولو لپاره په هېواد کې دننه او بهر هڅې روانې دي.

افغان حکومت د خلکو د نظرونو د اخېستلو په هدف د روانې لمریزې میاشتې په نهمه نېټه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون په کابل کې د پنځو ورځو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه ترسره کړه، خو د دغه ائتلاف غړي د سولې اړونده مسایلو کې د ګوندونو رول کمرنګه بولي.

ازادي رآډیو وغوښتل چې د سولې د هڅو او سیاسي ګوندونو سره د مشورو په اړه د افغان حکومت نظر واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو تر دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و چې ولسمشر د سولې په تړاو له ټولو اړخونو سره مشوره کړې او حکومت هڅه کوي چې ژر تر ژره دې په هېواد کې سوله راشي.

په ورته وخت کې افغان سیاسي کارپوهان د سیاسي ګوندونو د ائتلاف غوښتنه پر ځای بولي.

له دغې ډلې ناصر شفیق په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په حقیقت کې دا د ولس اراده ده او په هغې اندازې د سولې تږي یو، که سوله راشي یو داسې انتخابات چې واقعاً خلکو ته سیاسي مشروعیت ورکړای شي همدا شان انتخابات به ترسره شي او خلک به په کې پراخ ګډون وکړي."

ښاغلی شفیق دا هم وایي چې حکومت باید د هېواد د بېلابېلو قشرونو په ځانګړي توګه د سیاسي ګوندونو مشورو ته غوږ ونیسي، ځکه دا مشورې ګټورې دي او کولای شي له حکومت سره هېواد ته د سولې د راتګ په برخه کې ښه مرسته وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي