د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، نوي ډیلي به د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
سوشما سواراج دا خبره نن د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د شورا د دارلانشاء د رئیس عمر داوودزي سره په لیدنه کې کړې.
د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد وايي، دواړو خواوو د افغانستان د سولې په تړاو پر سیمهییزه اجماع خبرې کړي دي:
"دواړو خواوو د افغانستان پر سوله او د سولې په اړه پر سیمهییزه اجماع خبرې اترې کړي. لوړ پوړو هندي چارواکو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کړی او پهدې لړ کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی."
ښاغلي داوودزي پرون د پنجشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړې وې.
د افغانستان د سولې په تړاو وروستیو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم هندوستان ته تللی و او هلته له هندي چارواکو سره د سولې په روانو هڅو غږیدلی و.
طالبانو تر اوسه نهده منلې چې د افغان حکومت سره دې مخامخ خبرې وکړي.
دې وسلهوالې ډلې د اوربند وروستۍ غوښتنې هم رد کړي دي.