د هلمند چارواکي د یو شمېر پولیسو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي

د هلمند د والي ویاند عمرځواک

په هلمند کې چارواکي وايي، د نهراج سراج په ولسوالۍ کې د یو شمېر پولیسو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل لومړني معلومات ښيې چې د ۶۰۱ نمبر لویې لارې د پولیسو د قوماندان حاجي ګران په شمول اته نور پولیس به د بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې وژل شوي. پېښه کې ۱۱ نور ټپیان دي.

ځینو راپورونو د وژل شویو پولیسو شمېره تر دې زیاته ښودلې.

تېره شپه وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه او نهرسراج ترمنځ ښار ته نږدې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ، د لویې لارې د پولیسو قوماندان او ورسره یو شمېر ملي پولیس د بهرنیو ځواکونو د هوايي ملاتړ سره یو ځای د جنګ سیمې ته رسیدلي چې وروسته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځینې سرچیني وايي، د لویې لارې د پولیسو د کنډک قوماندان حاجي ګران او د هغه د ارکان رئیس د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی، خو عمر ځواک وايي، د پېښې د څېړنې لپاره هیئت ټاکل شوی دی.

عمر ځواک وویل:

"تېره شپه هلته جګړه هم شوې، هوايي برید هم شوی. اوس یو پلاوی ټاکل شوی څو معلومه کړي چې پولیسو ته دا مرګ ژوبله په هوايي برید او که مخامخ جګړه کې اوښتې."

هغه په‌دغه برید کې د طالبانو د وژل کېدلو خبره هم ورکړ، خو دقیق شمېر يېې یاد نه‌کړ.

تراوسه بهرنیو ځواکونو په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.