د ملکیانو د خوندیتوب ډله: د روژې میاشتې په ۱۱ ورځو کې ۱۰۶ کسان وژل شوي

ارشیف، د کابل پر «کاونټرپارټ» موسسې د طالبانو له لوري انتحاري حمله وشوه چې د ۵ پولیسو په ګډون نهه کسان پکې ووژل شول. May 8, 2019.

په افغانستان کې د روژې په میاشت کې د ملي او نړیوالو بنسټونو د اوربند غوښتنې سره ـ سره بیا هم په‌دغه میاشت کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د روژې میاشتې له پیله تردې دمه د ټول هېواد په کچه نږدې ۳۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي:

"د روژې میاشتې له پیل سره د ملکي تلفاتو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی، په شاوخوا ۱۱ ورځو کې د ۲۸۶ ملکیانو تلفات موږ ثبت کړي چې په‌دې کې ۱۰۶ کسان وژل شوي او ۱۸۰ کسان هم ټپیان شوي دي، دا هغه تلفات دي چې د سړک د غاړې ماینونو د چاودنې او هوایي بمباریو کې اوښتي دي."

د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل

د ښاغلي تسل په خبره، د یادې شمېرو ډېری تلفات په ننګرهار، غزني او میدان وردګو کې اوښتې دي.

  • د کابل پېښه

دا په‌داسې حال کې ده چې د روژې میاشتې په درېیمه په کابل کې پر یوې بهرنۍ خیریه موسسې «کاونټرپارټ» د طالبانو له لوري انتحاري حمله وشوه چې د کورنیو چارو وزارت وزارت په خبره په‌دغه حمله کې د ۵ پولیسو په ګډون نهه کسان ووژل شو او ۲۴نور ټپیان شول.

  • د جلال‌اباد پېښه

تر هغې وروسته د تېرې دوشنبې په ماښام «د روژې میاشتې په اتمې» د ننګرهار په جلال‌اباد ښار کې د پولیسو د پلټنې یوه مرکز ته څېرمه څلور چاودنې وشوې چې له امله یې څلور ملکي کسان مړه او شل نور ټپیان شول.

  • د غزني او مېدان وردګ پېښه

همدا راز د غزني او میدان وردګو ولایتونو د مسؤلینو په خبره، د همدې میاشتې په لړ کې د هوایي بمباریو له امله دغو ولایتونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ازادي رآډیو هڅه وکړه څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د طالبانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو بیا هم بریالي نه‌شو.

خو تر دې وړاندې د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وار ـ وار دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې په جګړه کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سره له دې چې د ملکیانو مرګ ژوبله نه ردوي، خو وایي چې په خپلو ټولو عملیاتو کې تر ډېره بریده د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه کوي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف ازادي راډیو ته وویل:

"د دفاعي او امنیتي ځواکونو اساسي دنده د هېوادوالو ساتل دي نه وژل، موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې تل دا هڅه کوو چې تر وروستي حده د خلکو ژوند وژغورو، خو بیا هم دا نه ردوو چې کله‌ـ‌کله داسې پېښې کېږي چې ملکیانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوړي."

ښاغلی تسل دا هم وایي چې د جګړې دواړه لوري دې د جګړې اصول په پام کې وساتي، څو ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړوي او دا کچه نوروه لوړه نه‌شي.

راپور: فېروزه عزیزي