له قطر، سعودي عبربستان، عربي اماراتو، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو وروسته جرمني هم د افغانستان د سولې لپاره د همکارۍ ټټر وواهه.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیالې ویاندې دُرانۍ وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوټزېل ولسمشر ته د سولې د بینالافغاني خبرو د کوربهتوب لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړی.
نوموړې وویل:
"د پاکستان او افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د بینالافغاني ډیالوګ د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې جرمني د سولې پروسه کې له افغان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی."
اغلې دُرانۍ دا هم وایي چې ولسمشرغني د جرمني د استازي له دغې خبرې هرکلی کړی او هیلهمندي یې ښودلې چې د سولې لپاره اوسنۍ روانې خبرې به مثبتې پایلې ولري.
د نوموړې په خبره، ولسمشر غني نه یوازې د جرمني بلکې د هر هغه هېواد له هغه اقدام او همکارۍ څخه هرکلی کوي چې وکړای شي د افغانستان د تل پاتې سولې لامل وګرځي.
دا پهداسې حال ده چې تردې وړاندې هم جرمني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ کړي.
همدا راز د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي هم د خپلو هڅو په لړ کې جرمني ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وایي چې جرمني په افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې څرنګه چې لازمه وه کار نهدی کړی، خو د سولې د خبرو په برخه کې ښه رول درلودلای شي.
افغان کارپوه انتظار خادم
له دې ډلې انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل:
"که څه هم زه خپل ملاحظات لرم چې جرمني په افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې هغه شان چې لازمه وه خپل رول نهدی ادا کړی، خو اوسنیو شرایطو ته په کتو دوی د سولې په برخه کې ښه رول اداء کولای شي، ځکه چې:
- لومړی خو له امریکا سره ښې اړیکي لري.
- دوهم دا چې طالبان د جرمني د مؤقف په اړه سختې ملاحظې نهلري.
- او درېیم دا چې له افغان حکومت سره پهدې برخه کې په یوه دریځ ولاړه ده.
جرمني هغه هېواد دی چې د سولې په برخه کې پرې حساب کېدلای شي."
ښاغلی خادم دا هم وايي چې جرمني ځواکونه د تېرو ۱۸ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې زیات ښکېل نهوو، نو کولای شي طالبانو ته د بینالافغاني خبرو لپاره د مذاکراتو مېز ته د راوستو قناعت ورکړي.
راپور: فېروزه عزیزي