د امريکا د حکومت يوه وزيره وايي، لا هم احتمال لري چې ترکيه ښايي د روسيې د ميزائيلو دفاعي سيسټم له پیرلو ډډه وکړي.
له مسکو د دې دفاعي سيسټم د رانيولو موافقې واشنګټن او د ناټو ګڼ متحدان په غوسه کړي دي.
د امريکا د هوايي ځواک له وزيرې هيدر ويلسن «Heather Wilson» پوښتنه وشوه:
- ايا امکان لري چې انقره د ميزائيلو د «S-400» ډوله دفاعي سيسټم د پیرلو په برخه کې خپل نظر کاملاً بدل کړي؟
مېرمن وېلسن پرون وويل: دا حتمال شته.
هغې په خپلو خبرو کې وويل چې پر دې موضوع ډيپلوماتان خپل کار ته دوام ورکوي.
د امريکا د هوايي ځواک وزيرې د امريکا پخوانۍ خبره تکرار کړله، هغه دا چې د روسيې دغه دفاعي سيسټم د امريکا ساخت له «F-35» ډوله جنګي الوتکو سره اړخ نه لګوي.
د امريکا متحدو ايالاتونو له انقرې غوښتنه کړې د روسيې د دفاعي سيسټم د رانيولو له موافقې شاته شي.
په عين حال کې د ناټو متحدانو هم د امريکا ساخت «F-35» ډوله جنګي الوتکو ته د ورپېښ بالقوه ګواښ په اړه اندېښنه ښوولې ده.