د کانګرس له ځينو مشرانو سره د ايران په اړه معلومات شريک شول

د امریکا د کانګرس ودانۍ

سپينې ماڼۍ د کانګرس له ځينو مشخصو مشرانو له ډلې سره د ايران په اړه پټ معلومات شريک کړل.

تر دې مخکې شکايت شوى و چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي فعاليتونو په اړه د کانګرس د استازو له جرګې سره معلومات نه شريک کېږي.

د کانګرس د استازو جرګې له اته کسيزې ډلې سره چې څلور تنه يې ډيموکراتان او څلور جمهوريت غوښتونکي وو، دغه معلومات چې ترحد زيات پټ استخباراتي اطلاعات ګڼل شوي- پرون شريک کړاى شول.

امريکايي رسنيو د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې په پام کې ده د کانګرس د مشرانو جرګې او د استازو جرګې ټولو غړو ته راتلونکي اوونۍ دغه معلومات ورکړل شي.

د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي چې په اته کسيزه ډله کې شامله وه ويلي، د کانګرس په خبر ساتلو کې ناکامي د اوسني حکومت يو عادت دى.

د هغې په خبره دا سم کار نه‌دى، ځکه يوازې کانګرس د جګړې د اعلان صلاحيت لري.

هغې هيله ښوولې چې د ولسمشر سلاکاران به ښايي دا موضوع درک کړي چې په هره بڼه وي د تهران پرضد د مخکې تګ صلاحيت نه‌لري.