د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې دا مسئله څېړو چې ولې انتخابات تر سولې مخکې شوې ښکاري؟
طالبانو اوربند ونهکړ، له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نهشول، که افغان حکومت تر سولې پر انتخاباتو ټینګار زیات کړی؟
د ازادۍ په څپو کې د پروګرام لومړۍ برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
دوه ورځې وروسته تر دې چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې پای ته ورسېدې د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز کابل ته ورسېده او له افغان مشرانو سره یې د خبرو پرمهال د ولسمشرۍ انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
تردې مخکې د انتخاباتو او سولې خبرې یو ځای یادېدې، خو اوس ایا الیس ویلز چې په خپله یې هم یو وخت په قطر کې د طالبانو له استازیو سره خبرې کړې دي، انتخاباتو ته لومړیتوب ورکوي؟
د ازادۍ په څپو کې د پروګرام دوهمه برخه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5