په هرات کې د ښوونکو له اعتصاب وروسته د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو د زیاتولو لپاره هڅه کوي.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل، ځینې طرحې ترلاس لاندې نیول شوي چې ښايي د ښوونکو د معاشونو د لوړولو امکان برابر کړي:
"اعتراض او اعتصاب باید په داسې ډول وشي چې زیان یې زموږ زده کوونکي او د افغانستان زامن ونه ویني. زموږ درسي نصاب باید وروسته پاتې نهشي که څه هم سمه ده چې د دوی معاشونه باید لوړ شي او دا زموږ د ښوونکو حق دی."
د هرات د ښوونځیو ښوونکو پرون اعتصاب وکړ او ټولګیو ته له تلو څخه یې ډډه وکړه. دوی وايي چې په اووه یا اته زره افغانۍ معاش یې ګوزاره نه کېږي.