دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي

آرشیف، د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ

د افغانستان دفاع وزارت، په کندهار ولایت کې په هوايي حملو کې د لسګونه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې وايي چې د طالبانو پر پټن‌ځایونو د افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۳۷ طالبان وژل شوي او د یو ملا په ګډون ۱۲ نور وسله‌وال ټپیان شوي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې دا هوايي حملې د کندهار ولایت په کومه سیمه کې شوې دي؟

له بلې‌خوا د زابل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په شملزیو ولسوالۍ کې د ملي اردو د تلاشۍ پر دوو پوستو د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې په‌دې برید کې څلور نور پولیس ټپیان شوي.