په بلخ کې ناامنیو د سوداګرو ښځو د پانګونې کچه کمه کړې

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې د ښځو څانګې مشره شکیبا شکیب

د شمال زون د سوداګرۍ خونې مسؤلان وايي چې په بلخ ولایت کې د ناامنۍ د زیاتوالي او په ټولنه کې د اقتصادي ضعف د ودې په خاطر د ښځینه سوداګرو د پانګونې کچه کمه شوې.

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې د ښځو څانګې مشره شکیبا شکیب ازادي راډیو ته وویل، نا امنۍ ددې لامل شوې څو متشبېثې او سوداګرې ښځې پانګونې ته زړه ښه نه‌کړي.

اغلې شکیب ووېل:

"ناامنۍ اندېښنې زیاتې کړي، د همدې امله د سوداګرو ښځو د تولیداتو، لاسي صنایعو او حیواني محصولاتو کچه هم کمه شوې ده."

په بلخ کې یوه ښځینه سوداګره سیما هاشمي وايي چې تر درېیو کلونو مخکې یې په‌دې ولایت کې د شامپو تولید، لاسي صنایعو، وچې مېوې او حیواني محصولاتو په برخو کې پانګونه کړې وه، خو اوس‌مهال د ناامنۍ له امله یې خپل ټول کار و بار یوازې د لاسي صنایعو تولید ته ځانګړی کړی.

د اغلې هاشمي په خبره تر دې دمه د ښځینه پانګه‌والو د وړتیاوو د لوړوالي په برخه کې او د هغوی سوداګریزو تولیداتو ته د بازار موندنې په خاطر دولت هېڅ ډول مؤثر فعالیت نه‌دی ترسره کړی.

په بلخ کې یوه ښځینه سوداګره سیما هاشمي

سیما هاشمي زیاته کړه:

"حکومت د سوداګرو ښځو د وړتیاو د لوړولو په خاطر هېڅ ډول د زده‌کړو پروګرامونه نه‌دي ترسره کړي، حتی د هغوی تولیداتو او محصولات ته یې بازار موندنه هم نه ده کړې."

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایع ریاست مشر شیر احمد سپاهي زاده وايي چې نسبت بل هر ولایت ته په بلخ کې د ښځو لپاره د کار کولو او پانګونې زمینه هواره ده.

د هغه په خبره چې حکومت هم هڅه کوي، څو د متشبېثو ښځو د تولیداتو د خرڅلاو او ورته د بازار مودنې لپاره یو دایمي نندارتون جوړ کړي.

ده ووېل:

"دلته د ښځو لپاره د کار زمینه مساعده ده، موږ هڅه کوو، څو د هغوی تولیداتو ته بازار موندنه وکړو. په پام کې ده د مالیې وزارت د اختصاصي بودجې په مرسته د سوداګرو ښځو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په خاطر مزارشریف کې دایمي نندارتون جوړ کړو."

دا په‌داسې حال کې ده چې تردې پخوا د شمال زون د سوداګرۍ خونې ویلي و چې په بلخ کې د ناامنۍ د زیاتوالي په خاطر له بهره د سوداګریزو توکو د وارداتو کچه کمه شوې.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی