د افغانستان بانک: اوونۍ کې۳ ځله بهرني اسعار لیلاموو څو افغانۍ کنټرول شي

د افغانستان بانک وايي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو په خاطر هره اوونۍ درې ځلي بهرني اسعار لیلاموي.

د دغه بانک مرستیال ایمل عاشور نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل هڅه کوي چې د دغه لیلام په وسیله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه کنټرول کړي:

"په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې له اته سوه درې میلیونه امریکايي زیات ډالر مو بازار ته ایستلي، دا هغه څه دي چې مرکزي بانک په اوس کې ترسره کړي، خو دیته په پام سره ایران او د پاکستان پیسو نرخونه جدي رالوېدلي، دا کولای شي په افغانستان هم تاثیر ولري."

دا په‌داسې حال کې ده چې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیو رالوېدو د خلکو په اقتصادي وضعیت ناوړه تاثیر کړی.

د یادولو وړ ده چې په وروستیو کې په بې سارې ډول د ډالرو په وړاندې د افغانیو قیمت رالوېدلی او ډالر بیه له ۷۷ افغانیو ۷۹ ته پورته شوه.