د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او فرهنګي مطالبو راښکلې کړې ده:
- د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
- د ګوهر شاد بېګم د زېږېدنې ۶۶۰ کالیزې په پار له جوړ شوي سیمینار څخه خان محمد سیند راپور لري.
- په هنر جاج کې له لیکوال او څېړونکي مزمل هوتک سره د هغه په نوي کتاب خبرې کوو.
- فنکار برخه کې له ولسي شاعر عید محمد بېغرض سره د هغه په شاعرۍ خبرې کوو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (اوسپنه) واوروئ.
- په ادب جام کې به د ملانعمت الله د ژوندانه له احواله خبر شئ.
- او په وریښمین خېال کې به مور ته ډیکلمه شوی شعر واورئ.
جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5