د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو سره- سره تهران بیا هم له زغمه کار اخلي او دې موافقې ته ژمن دی.
جواد ظریف پرون په توکیو کې له جاپاني چارواکو سره د کتنې پرمهال امریکا تورنه کړه چې په فارس خلیج کې په غیر ضروري توګه کړکیچ زیاتوي.
ظریف وویل، د امریکا لهخوا د وضعیت پیچلی کول د منلو وړ نهدی.
نوموړي وویل، ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته ژمن دی او زیاته يې کړه چې نړیوالو څارونکو ویلي دي چې ایران دا موافقه عملي کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرکال په جون میاشت کې له دې موافقې ووت او انتقاد يې وکړ چې د دې موافقې شرطونه د اټمي وسلو د جوړولو لپاره د ایران مخه نهشي نیولی.
دا پهداسې حال کې ده چې امریکا په خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیاتوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عراق کې د خپل سفارت هغو مامورینو ته چې اساسي او اړینې دندې نهلري، له دې هېواده د وتلو امر کړی دی.
خو متحده ایالاتو او ایران دواړو ټینګار کړی دی چې جګړه نه غواړي او ولسمشر ټرمپ له ایراني چارواکو غوښتي دي چې مذاکراتو ته مخه کړي.