د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه ډاډه دی چې ایران به ډېر ژر له واشنګټن سره خبرو اترو ته مخه کړي.
ولسمشر ټرمپ دا راپورونه هم رد کړل چې ګواکې د پالیسیو په اړه د نوموړي په اداره کې اختلافات موجود دي.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، مختلف نظرونه څرګندیږي او زه خپله وروستۍ پریکړه کوم او ډاډه یم چې ایران به د خبرو اترو غوښتنه وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه دا دوهم ځل دی چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د مذاکراتو خبره کوي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر واي، د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو سره سره تهران بیا هم له زغمه کار اخلي او دې موافقې ته ژمن دی.
جواد ظریف پرون په توکیو کې له جاپاني چارواکو سره د کتنې پرمهال امریکا تورنه کړه چې په فارس خلیج کې په غیر ضروري توګه کړکیچ زیاتوي.
ظریف وویل، د امریکا لهخوا د وضعیت پیچلی کول د منلو وړ نهدی.